پاکستان باید خپل اقدامات روښانه کړي
سلام خان سلام خان

د امریکا د مشرانو جرګې غړي جان کیري یو وار بیا له پاکستان وغوښتل چې پخپله خاوره کې د ترهګرو د پټنځایونو او مرکزونو په له منځه وړلو کې له امریکا سره نوره همکاري وکړي، که نو امریکا به مجبوره شي ، پخپله ددغه ترهه ګرو پرضد اقدامات وکړي دغه امریکايي سناتور وویل دا د منلو نه ده چې ترهه ګر ځان ته یو پټ ځای په پاکستان کی جوړه کړي او پاکستان باید له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې خپل اقدامات روښانه کړي او خپل مثبت رول ولوبوي د هغه له خبرو یوه ورځ مخکې د کانګرس د استخباراتې چارو کمیټې د امریکا له بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن څخه په کلکه وغوښتل چې حقاني شبکه په ترهګري لیست کې شامله کړي امریکایی چارواکي د حقاني چینل په کابل کې او د افغانستان په نورو سیمو کې په خورا خطرناکو او منظمو حملو کې په لاس لرلو تورنوي دوی وايي چې تېر کال د امریکا پر سفارت او سږکال د بریتانیا او جرمني پر سفارتونو او دغه راز د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ د حملو مسوولیت هم د حقاني ډلي په غاړه دی.

د امریکا د متحده ایالاتو یوې وتلي سناتوري ډینا فاینسټان د تیری یکشنبې په ورځ ویلي دي چي په افغانستان کي مخالفین له نظامي لاري د ماتي سره مخامخ کیدای شي خو دا کار لا سر ته نه دئ رسېدلی سناتوره ډینا فاینسټاین چي په سنا کي د استخباراتي جرگه گۍ مشره هم ده، دې خبرې ته هم اشاره کړې ده چي وسله وال یاغیان لا هم د هیواد د یو شمیر مهمو سیمو کنترول په لاس کي لري او په پاکستان کي خوندي پټنځایونه لري ،نوموړي پر دې خبره هم ناهیلي څرگنده کړه چي پاکستان په دې نه دئ توانیدلی چي د افغانستان پولي ته څیرمه د پاکستان په غرنیو سیمو کي د دغه ډلو خوندي پټنځایونه له منځه یوسي فاینسټاین په خپلو خبرو کي ویلی دی: چی زه فکرکوم مخالفین له نظامي لاري موږ ته ماته نه شي راکولای، خو مخالفین په پاکستان کي خوندي پټنځایونه لري او پاکستانیانو د دغه خوندي پټنځایونو د له منځه وړلو له پاره هیڅ څه نه دي کړي هغې په خپلو خبرو کي زیاته کړه :په داسي یوه وخت کي چې موږ په یوه ولایت کي وو، هغوی په ۱۷ولسوالیو کي ۱۴ ښوونځي وتړل او د معارف پنځه تنه چارواکي ئې ووژل او یو څو تنه ئې ټپیان کړل ،فاینسټاین په خپلو خبرو کي وویل چي مخالفین (طالبان) غواړي په دې کارونو سره موږه ته دا وښیي چې دوی په دې تمه دي چې کله امریکا  پوځیان له افغانستان څخه ووزي، نو دوی به بیرته گويا قدرت ته ورسیږی

دا په داسی حال کی ده چی دروانی مې په میاشت کې تر نن ور ځی پوری، تراوسه  د ایساف نولس(۱۹) عسکر وژل شوي دی ، د رویټرز خبري اژانس پراساس له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري د ټولو وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېر ۲۹۹۰ ته رسېږي چې د هغو له منځه ۱۹۵۹ امریکایان دي  کژولټي ویبپاڼه، چې له لومړۍ ورځې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د تلفاتو شمېرنې خپروي، د ارقامو پراساس د نړیوالو ځواکونو د تلفاتو شمېر تر درې زره اوښتی او ۳۰۰۲ ته رسېدلی دی،د دې ویبپاڼې له مخې تېره میاشت په افغانستان کې ۴۲ بهرني پوځیان ووژل شول. تېر کال په اپریل کې ۵۱ تنه وژل شوي ول او سږ کال له شروع ځخه تر اوسه په افغانستان کی ۱۵۵ بهرنی پو ځیان وژل شوی دې. په همدې حال کې یوه امریکايي جمهوري غوښتونکي سناتور دانا، وړاندیز کړی دئ چې د ټولو هغو امریکایي سرتیرو یو لیست دې جوړ شي چې په پاکستان کی دپرتو ډلو  په بریدونو کې وژل شوي دي. د دې سناتور د وړاندیز له مخې باید د هر وژل شوي امریکایي سرتیري په بدل کې امریکا پر پاکستان خپلې پنځوس میلیونه ډالر مرستې بندې کړي او هغه د وژل شوې سرتیري کورنیو ته یی ورکړي

 تردی وړاندی  دامریکی دبهرنیو چارو وزیری میرمن هیلري کلنټن په هندوستان کي یوې غونډي ته د خبرو پر مهال وویل:  موږ غواړو چي القاعده له پښو وغورځوو او موږ په دې برخه کي ډیر پرمختگ کړی دئ هغې په خپلو خبرو کي زیاته کړه چي لا تر اوسه هم د القاعده شبکې یو شمېر مهم مشران پټ دي. د هغې په وینا الظواهري چي تر اسامه بن لادن وروسته د القاعدې مشرتوب په میراث ور پاته سوی دئ، دوی په دې باور دي چي هغه په پاکستان کي يو ځای پټ دئ ایمن الظواهري چي مصری تابعیت لري د اسامه تر وژل کیدو پوري د القاعدې د ترهگري شبکې دوهم کس وو. د متحده ایالاتو د استخباراتو ادارې، ایمن الظواهري د القاعدې شبکې د ایدیالوژیک مشر په توگه یادوي کلنټن په خپلو خبرو کي دا هم ویلی دی چي په دې پوهیږي چي پاکستان د حافظ سعید د محاکمه کیدو په اړه څه نه دي کړي. هغې د لښکر طیبه د ډلي د مشر د نیولو پر سر ایښودل شوي انعام ته په اشارې سره وویل چې متحده ایالات به خپلو دې هڅو ته دوام ورکړي تیره میاشت د امریکا متحده ایالاتو د حافظ سعید په اړه د معلوماتو ورکوونکي له پاره د ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو د انعام ورکولو اعلان وکړ. حافظ سعید په پاکستان کې په آزداه توگه ژوند کوي او د هغه په اړه فکر کیږي چي د ممبی د بریدونو د اصلي طراحانو څخه وو. په دغه بریدونو کي ۱۶۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ کلنټن چي په کلکته کي ئې د خلکو یوې غونډي ته خبري کولي د ترهگرۍ پر وړاندي د پاکستان د عامو خلګو د قربانیو څخه هم ستاینه وکړه او ویویل چي د ترهگرو له خوا دوی د تاوتریخوالي اصلي قربانیان وو

 دبله لوری د پاکستان د پوځ لخوا په خپاره شوي خبرونو کې ويل شوي، چې د دغه هېواد د راولپنډۍ ښار کې دافغانستان،پاکستان او امریکا د  هېوادنو دلوړ رتبه پوځی مشرانو لخوا يوه درې اړخيزه ليدنه شوی ده چې په دغه ليدنه کې د افغانستان د پوځ لوی درستيز سترجنرال شيرمحمد کريمي، د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جان الن او د پاکستان له لوري د پوځ عمومي قوماندان  اشفاق پرويز کياني ګډون درلود چې خبرې  د پولې پر سر د ګډو عملياتو او همداراز د پوځي فعاليتونو همغږي کولو او  د موثريت لوړولو ته ځانګړې شوي وې ځينې باخبره سرچينو داسې رېپوټونو هم ورکړي، چې په دغه ناسته کې د ناټو لپاره د اکماﻻتي ﻻرې د بيا پرانستلو اړوند هم خبرې شوي دي دا ليدنه په داسې مهال تر سره شوې، چې په شيکاګو کې د ناټو د جوړيدونکې غونډې ته پوره يوه اوونۍ پاتې ده. په دغه غونډه کې پاکستان ته د ګډون د چانس ورکولو په هکله ضد او نقيض خبرونه خپريږي؛ پاکستاني سرچينې وايي، چې زرداري ته د اوباما لخوا بلنه ورکړل شوې خو بيا ځينې نورې بهرنۍ سرچينې پاکستان ته نه بلنې رېپوټونو خپاره کړي،

راسموسن چي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي ئې خبري کړی دی په ښکاره ډول د شیکاگو په غونډه کي چي د می د میاشتي پر ۲۰ او ۲۱ نیټو جوړیږي د پاکستان د گډون په اړه څه نه دی ویلی ،پاکستان د تیر کال د نومبر په میاشت کي د ناټو په یوه هوایي برید کي د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر مخ خپل سرحد وتاړه ،راسموسن دې خبري ته اشاره وکړه چي هغه هیوادونه چي د ناټو پر وړاندي ئې خپلي اکمالاتي لاري پرانیستي دي، هغوی ته د شیکاگو په غونډه کي د گډون بلنه ورکړل شوې ده ،راسموسن وویل په حقیقت کي موږ د افغانستان يو شمېر ګاونډيو هيوادونو، د مرکزي اسيا هيوادونه او روسيې ته بلنه ورکړې ده، ځکه چي هغوی زموږ د عملیاتو له پاره مهمي ترانزیتي اسانتیاوي برابروي راسموسن پخپلو خبرو کي وړاندي وویل چي ناټو اوس هم له پاکستان سره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکوي چي د اکمالاتي کتارونو پر مخ خپله پوله پرانیزي. د راسموسن په وینا په حقیقت کي دا د اندیښنې وړ موضوع ده پاکستان د ناټو د اکمالاتي لاري د خلاصولو له پاره له متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چي د سرتیرو د وژل کیدو د پيښي له امله په رسمي توگه بخښنه وغواړي او پر دې سربیره دي د افغانستان سرحد ته څیرمه د پاکستان پر قبایلي سیمو باندي د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته د پای ټکی کښېږدي. خو کيدای سي د هغوی دغه دواړي غوښتني و نه منل شي پاکستان د سرتیرو د وژل کیدو د پيښي پر وړاندي د غبرگون په توگه د تیر کال د ډسمبر د میاشتي پر پنځمه نیټه په بن کي د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس کي هم گډون و نه کړ

د پاکستان حکومت په دې خبره ښه پوهيږي، چې د دوی هېواد له بهرنيو مرستو پرته  له لويو ننګونو سره مخ کيږي له همدې امله تل هڅه کوي دوه مخی سياست وکړي. له  دغو ټولو هڅو سره سره د پاکستان لپاره دا ګواښ شته، چې کومه ورځ به د خپلې لومې ښکار شي.

د راپورونو له مخې په پنډی کی پوځی مشران د پاکستان له لارې په افغانستان کې دیره ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي کاروانونو پر مخ دلارې بیرته پرانستو او په سرحدي سیمو کې د همکارۍ پر پراخولو وغږیدل یوې باخبره سرچینې داهم ویلی دی چی د دری واړو لوړپړو جنرالانو دا خبرې تر ډیره ګټورې وې او تمه ده چې پاکستان په نژدې راتلونکي کې یوارې بیا ناټو ته اجازه ورکړي، څو د تورخم او چمن له لارې په افغانستان کې دیره نړیوالو ځواکونو ته اکمالاتي مواد ولیږدوي چی په هغه کی به دافغانستان دمعارف لپاره هغه چا پ شوی کتابونه هم شامل وی کوم چی له دریو میا شتو را په دی خوا دپاکستان په خاوره کی دناټو دموادو په نامه بند پاتی دي ، د راپور له مخې د افغانستان د ښوونې او روزنې د وزارت ویندويي امان الله ایمان په کابل کی رسنیو ته په ډاګه کړی ده چی  پاکستان هغه څلور ملیونه ټوکه درسي کتابونه چې ناټو چاپ کړي دي ، دا څو میاشتي کیږي چې په کراچۍ کښې ایسار کړي او کابل ته یې د انتقال اجازه نه ورکوي نوموړي رسنیو ته ویلی دی چی تراوسه ددې چارې د آوارې لپاره ډیري هڅې شوي ، خو کومه پایله یې نه ده درلودلي او له دي سره سره چې د نوي تعلیمي کال د پیل دوه میاشتي تیریږي زده کوونکې د کتابونو له سخت کمښت سره مخ دي 

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت وايي ټاکل شوي وه دغه کتابونه د ناټو د اکمالاتي کاروانونو په چوکاټ کښې افغانستان ته راوړل شي ، خو له ناټو او امریکا سره د پاکستان د اړیکو له خرابیدو وروسته ، دغه درسي کتابونه په کراچۍ بندر کښې په کانتینرو کښې ودرول شوي دي.پای

 


May 15th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی